بغلان کې د ډبرو سکرو کان نړیدو له امله دوه کارګرانو ژوند بایللی دی

اطلاعات روز: بغلان کې سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د يوه کان نړیدو له امله دوه کارګران مړه شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۲۸ د لړم) د بغلان نهرين ولسوالۍ د «شيندرې» د ډبرو سکرو په کان کې رامنځته شوې ده.

سرچينه زياتوي، چې د دغو دوو کارګرانو جسدونه لا هم د کان د احتمالي ښوییدو د خطر له امله تر خاورو لاندې دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند شېراحمد برهاني وايي، د يادو کسانو د جسدونو را ايستلو هڅې روانې دي.

هغه د کان د نړېدو لامل غیر معیاري کان کيندنه وبلله.

د افغانستان په کانونو کې تر دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.  د کانونو غیر معیاري استخراج د وژونکو پیښو لامل ګڼل کیږي چې وخت نا وخت د کارګرانو ژوند اخلي.