د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې، رباب فاطمې، ننګرهار، بامیان او کندهار ولایتونو ته په سفر سره د افغانستان ولایتونو ته د خپلو لومړنیو سفرونو لومړی پړاو پای ته رسولی دی.
یوناما نن (یکشنبه، د لیندۍ لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې رباب فاطمې د دغو سفرونو پر مهال «په مستقیم ډول د هغو سیمو د اوسېدونکو خبرو ته غوږ نیولی چې د کډوالو د پراخ بېرته ستنېدو، اقتصادي ستونزو، د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو فشارونو او اساسي خدمتونو ته د محدود لاسرسي په څېر له بېلابېلو پایلو سره مخ دي».
د یوناما د خبرپاڼې له مخې، مېرمن فاطمې په دغو درېیو ولایتونو کې «د طالبانو له سیمهییزو چارواکو، ښځو، د سیمو له مشرانو، ځوانانو، د سوداګریزو بنسټونو د استازو، بېرته راستنېدونکو او د ملګرو ملتونو له کارکوونکو سره لیدلي، څو په سیمهییزه کچه د لومړیتوبونو په اړه ښه پوهاوی ترلاسه او په هېواد کې د روان ملاتړ او تعامل په اړه معلومات وړاندې کړي».
یوناما زیاته کړې چې نوموړې په یادو ولایتونو کې له هغو اوسېدونکو سره لیدلي چې «له ګڼو بېلابېلو ننګونو سره مخ دي، چې په هغو کې د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل، اقتصادي ستونزې، بېکاري، د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوي فشارونه، اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د سوداګرۍ او معیشت په بهیرونو کې ګډوډي شامل دي».
د یوناما مشرې په ننګرهار کې د بېرته راستنېدونکو د لېږد له یوه مرکز څخه تر لیدنې وروسته ویلي: «د دغو ننګونو مستقیم لیدل یوه ډېره اغېزناکه او ژوره زدهکړیزه تجربه وه. نه یوازې د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، خوړو او بېړني خوندیتوب برابرولو، بلکې د اوږدمهالو حللارو موندلو لپاره هم باید ډېر اقدامات ترسره شي».
هغې همدارنګه په کندهار کې له بېرته راستنېدونکو سره خپلو خبرو ته په اشارې ویلي چې «د ډېری هغو کیسې ډېرې اندېښمنوونکې دي او راتلونکی یې نامعلوم ښکاري».
رباب فاطمې زیاته کړې چې «دا موضوع د زیانمنونکو کورنیو، په ځانګړې توګه د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو او ماشومانو لپاره د ملاتړ د پیاوړتیا بېړنۍ اړتیا څرګندوي».
رباب فاطمې د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو پر ژمنتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې «دغه سازمان به له چارواکو، سیمهییزو ټولنو او خپلو نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي، څو د هېواد د بشري اړتیاوو د پوره کولو له هڅو ملاتړ وکړي. همدارنګه، ملګري ملتونه به د معیشت، روغتیا، زدهکړو، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د مقاومت او د خصوصي سکټور د ودې په برخو کې د اوږدمهالو حللارو موندلو هڅو ته دوام ورکړي».
هغې همدارنګه له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان د «سیاسي بهیر» پر پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا کار به هغوی ته دا وړتیا ورکړي چې د نورو ستونزو د حل لپاره هم مخ پر وړاندې ګامونه واخلي.
د یوناما د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې مېرمن فاطمه په کابل کې له بېلابېلو ښکېلو لورو، د هېواد دننه او بهر له فعالو رسنیو او د ښځو له سازمانونو سره خپلو مشورو، لیدنو او خبرو ته دوام ورکړي.
رباب فاطمې څه باندې یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندوی پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړې ده.
هغې په دې موده کې د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره لیدنې او خبرې کړې او د هېواد ختیځ، مرکز او سوېل ته یې سفرونه کړي دي.
