د ټلویزیون نړیواله ورځ؛  نی: افغانستان کې نیمايي ټلویزیونونه تړل شوي دي

اطلاعات روز: د ټلویزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان څه باندې ۵۰ سلنه ټلویزیونونو خپرونې بندې شوې دي.

د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. تېرو کلونو کې دا ورځ په افغانستان کې په یو لړ شاندارو مراسمو کې لمانځل کېدله.

د نی ادارې نن (دوشنبه، ۳۰ د لړم) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د رسنیو د ټولنې یو له ارزښتناکو لاسته راوړنو څخه د تلویزیونونو جوړول دي؛ خو په تېر یوه کال او څو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۰ سلنه تلویزیونونه تړل شوي دي.

دغه بنسټ د ټلویزونونو د بندیدو لامل اقتصادي ستونزې بللې دي.

د نی په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ۴۸ سلنه راډیوګانې او ټولې ازادې چاپي رسنۍ هم تړل شوې دي.

طالبانو د واک ترلاسه کولو راهیسې د رسنیو پر ازادۍ سخت بندیزونه لګولي دي.  دغې ډلې څو ځله خبریالان نیولي او ګواښلي دي.

د طالبانو د واکمنیدو وروسته ډېر شمېر خبريالان له افغانستانه وتلي هم دي. خو په دې وروستیو کې د بیان ازادۍ په نړیوال ایتلاف کې د افغانستان غړیتوب هم لغوه شوی دی.