ننګرهار کې د هوا سړیدو سره تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي

اطلاعات روز: د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې هم د هوا سړیدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي چې ډیری ناروغان یې ښځې او ماشومان دي.

د دغه ولایت د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر منصور ښاغلی وایي، چې هره ورځ ګڼ شمیر په تنفسي او نورو موسمي ناروغیو اخته ناروغان روغتون ته راوړل کیږي، چې زیاتره یې کم عمره ماشومان او میرمنې دي.

نوموړی زیاتوي په تیرو دوو اوونیو کې لسګونه ناروغان روغتون ته ور وړل شوي، چې زیاتره یې په سینه بغل، ټوخي، زکام او نورو تنفسي ناروغیو اخته وو.

ښاغلی زیاتوي:«په ننګرهار کې هر کال د هوا په سړیدو سره موسمي ناروغۍ زیاتیږي، په تیرو دوو اونیو کې ګڼ شمیر ناروغان روغتون ته راوړل شوي او زیاتره دغه ناروغان ماشومان او ښځې دي چې ډیری یې په سینه بغل، توخي او نورو تنفسي ناروغیو اخته دي؛ ناروغانو ته په کتو د تنفسي ناروغانو شمیر ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی او که خلک روغتیایي لارښوونې عملي نه کړی نو ستونزه جوړوي.»

د حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې ډاکټر غازي ګل هم وایي، د ژمي په پیلیدو سره دې ولایت کې سینه بغل، زکام، ټوخی او د ماشومانو تنفسي هغه ناروغۍ دي، چې د هوا په سړیدو سره د ننګرهار په مرکز او ولسواليو کې زیاتیږي.

د نوموړي په وینا چې د تير کال په پرتله یادې ناروغۍ څو چنده ډيرې شوي چې لاملونه یې کډوالي، فقر بې وزلي، سړه هوا او په ځینو سیمو کې روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی دی.

دغه راز ښځینه روغتیاپاله ډاکټر نیلوفر بیا په کورنیو غږ کوي چې د هوا په سړیدو سره دې د خپلو کم عمره ماشومانو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه ډیره کړي.

نوموړې اندیښنه لري او وایي، که خلک روغتیايي لارښوونې عملي نه کړي نو په موسمي ناروغیو له ماشومانو سربیره د لویانو د اخته کیدو ویره هم ډیره ده.

ډاکټر نیلوفر زیاته کړه:«د هوا په سړیدو سره معمولآ تنفسي او نورې موسمي ناروغۍ زیاتیږي، نو کورنیو او خاص ډول میندو ته په کار ده چې خپل ماشومان په سړه هوا کې بهر پرې نه ږدي او همدارنګه دې دوی ته نرم خواړه ورکړي او د دې ترڅنګ کله چې هوا سړه وي نو د ماشومانو سربیره د لویانو د نارغۍ ویره هم ډیره وي چې دوی به هم په تنفسي او نورو موسمي ناروغیو اخته شي.»

 په همدې حال کې روغتون ته پر موسمي ناروغیو د اخته ناروغ پیواز سید انور له نورو کورنیو د روغتیایي لارښوونو د عملي کیدو غوښتنه کوي.

د ننګرهار د روغتيايي چارواکي وایي، د یادو ناروغیو د مخنیوی په موخه يي په ښار او ولسوالیو کې ځينې پروګرامونه په لاره اچولي ترڅو د موسمي ناروغیو مخه ونیول شي.