د کندهار میوند ولسوالۍ کې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

اطلاعات روز: د کندهار ميوند ولسوالۍ کې د UNDP په مالي ملاتړ او د هوساینې موسېسې په تخنیکې همکارۍ په څلورو جلا سیمو کې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د هوساينې موسېسې ولايتي مسوول محمد نبي شيرزاد وايي، دغه پروژې د UNDP موسېسې له لوري د ۲۵ميليونه افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، يادې څلور پروژې د څلورو مياشتو په موده کې د ميوند ولسوالۍ د بند تېمور، جګروم او کلای ښامير په سيمو کې جوړې شوې دي.

د هغه په خبره، چې په يادو سيمو کې له دوه ويشت کالو راهيسې د جګړې له کبله هيڅ کومه پروژه نه وه تطبيق شوې.

دی وایي، په دغه پروژو کې د کانالونو پاک کاري، استنادي ديوالونو او د کانالونو جوړول شامل و چې د ټولو چارې بشپړې شوې دي.

شيرزاد وویل: « زموږ سره په دې پروژو کې شاوخوا درې زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه، په دغه کسانو کې ښځينه او نارينه قشر دواړو برخه درلوده، له دې کانالونو او ويالو څخه چې موږ جوړ کړي زرګونه جريبه ځمکه خړوبیږي.»

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کندهار د ميوند ولسوالۍ په بند تېمور، کلا ښامير او جګړوم سيمو کې د جګړې له کبله هېڅ کومه پروژه د خلکو د هوساينې لپاره نه وه عملي شوې.