خلیلزاد: طالبان د کمونستانو تېروتنې تکراروي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د ده په اند طالبان د یو لړ جدي تېروتنو سبب ګرځي او ځینې یې هغه تیروتنې کوي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې شوې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د ترکیې له ټي آر ټي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

خلیلزاد ویلي، چې د طالبانو حکومت صلاحیت او مشروعیت نه لري او دا ډله باید مشورتي بهیر پیل کړي او پر یوه «فارمول» موافقه وکړي.

هغه طالبان يوه ډله وبلله او ويې ويل، چې کمونست ګوند هم په ۱۹۷۸ کال کې د واک د تر لاسه کولو پر مهال د یوې ډلې په توګه د نورو ډلو پر وړاندې عمل وکړ او دا کار د کورنۍ جګړې لامل شو.

د خلیلزاد په وینا، که طالبان غواړي له دې تېروتنو تېر شي، د دوی تګلارې باید د یوې لویې ټولنې منعکسوونکې وي او دې «لویې ټولنې نظریاتو ته درناوی وکړي.»

خلیلزاد زیاته کړې، د دوحې د هوکړې له مخې چې ده پخپله لاسلیک کړې، افغانستان کې باید نوی حکومت د بین الافغاني مذاکراتو پر بنسټ جوړ شوی وی. په همدې حال کې نموړي ټینګار کړی چې طالبان باید د خبرو اترو بهیر پیل کړي ترڅو یو داسې حکومت جوړ کړي چې د خلکو مشروعیت ترلاسه کړي: «ښه، که دوی دا کار ونه کړي، نو افغانان به بالاخره د دوی په وړاندې راپورته شي.» د هغه په ​​وينا، په دې حالت کې ښايي افغانستان د تاوتريخوالي او جګړې لوري ته لاړ شي.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې طالبان باید د افغانستان تاریخ مطالعه کړي او ترې عبرت واخلي او د تېرې تېروتنې تکرار نه کړي.

هغه په خپلو خبرو کې په افغانستان کې له زده کړو څخه د نجونو محروميت ته په اشارې سره ویلي چې د طالبانو غړي په دې برخه کې له يو بل سره اختلاف لري.

د امریکا پخواني استازي د طالبانو د یوه غړي په حواله ویلي، چې د دغې ډلې ۹۰ سلنه برخه د نجونو پر زده کړو د بندیز مخالفه ده.

په ورته وخت کې هغه زیاته کړې، داسې ګنګوسې شته چې طالبان به له دې ها خوا د نجونو پرمخ پوهنتونونه هم وتړي: «دا به ډیره ویجاړونکی وي او د نړیوالې ټولنې او البته د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شي.»

دغه پخواني امریکايي چارواکي د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي، چې دا امکان نه لري چې افغانستان به د واشنګټن لپاره په هغه ډول لومړیتوب ولري لکه په تېر کې او یا لکه د سپټمبر له ۱۱مې وروسته چې امریکا هلته پوځيان درلودل.

د هغه په ​​وينا، په نړۍ کې بدلونونو، له سترو قدرتونو سره سيالۍ او د برياليتوب لپاره د لارې نقشې نشتوالي امريکا مايوسه کړه او له ترهګرۍ سره د مبارزې د انځور بدلون د دې لامل شو، چې امريکا له افغانستانه خپل سرتېري وباسي.