اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې ماین چاودنې د درې ماشومانو په ګډون څلور کسان ټپیان کړي دي.
د کونړ لپاره د طالبانو د والي ویاند قاري نجیب الله حنیف وایي، پېښه نن سهار (شنبه،۵ د لیندۍ) شاوخوا ۹:۰۰ بجې د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند «تره» سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې.
نوموړی وایي، په چاودنه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان او یو بل غړی ټپیان شوي چې ټپي شوي ماشومان د یو ښوونځي زده کوونکي هم وو.
دی زیاتوي، پېښه د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې، چې یوې کورنۍ د بلې کورنۍ د کور مخې ته بم ځای پر ځای کړی و او چاودنه یې کړې ده.
د حنیف په خبره :«چاودنه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او هڅې مو پیل کړي چې د پېښې عاملین ونیسو.»
په دې وروستیو کې کونړ او د هیواد په نورو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل شخصي دښمنۍ او د کلیوالو ترمنځ د ځمکو پر سر شخړې ښودل شوي دي.