پکتیا او لوګر کې ۶۰۰۰ کورنیو ته ژمنۍ البسه او خوراکي توکي ووېشل شول

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په پکتیا او لوګر ولایتونو کې د طبعي پېښو له امله زیانمنو شویو ۶۰۰۰ کورنیو ته د «UMMAH» او د خوړو نړیوال سازمان یا «WFP» له لوري ژمنۍ البسه او خوراکي توکي وویشل شول.

پکتیا ولایت کې د طالبانو د کلیو او پراختیا ریاست مسوولین وايي، یاده مرسته په وزې ځدراڼ، روحاني بابا او ډنډپټان ولسوالیو کې اړمنو خلکو ته ورکړل شوه، چې په خبره یې په دغه مرسته کې اوړه، غوړي او ځینې نور مواد شامل دي.

پکتیا کې اړمنو سره د خوراکي توکو مرسته.

په همدې حال کې بیا له پکتیا ور هاخوا په لوګر ولایت کې هم په خلکو بشري مرستې وېشل شوې دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو ولایتي چارواکو ویلي، د اومه خیریه بنسټ په مالي لګښت په مرکز پل عالم، محمداغې، برکي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې د طبعي پېښو له امله له زیانمنو شویو خلکو سره د ژمي په موخه د البسې مرسته وشوه.

دا مرستې داسې مهال وېشل کیږي، چې اړمن خلک له دې امله نیوکه کوي او وایي، چې د مرستو په لیست کې تر ډېره د طالبانو کورنۍ نیول کېږي.