اطلاعات روز: د «هرات امنيتي خبرو–اترو» لسمه غونډه نن (سې شنبه، ۸ د لیندۍ) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پرانيستل شوه.
د تاجکستان د بهرنيو چارو وزرات مرستيال فرهاد سليم د دې غونډې په پېل کې وويل، چې تروريستي ډلې په افغانستان کې زياتې شوي او په دې لړ کې يې د داعش او القاعده ډلو نومونه یاد کړل.
دغه تاجکستاني چارواکي زياته کړه، چې په افغانستان کې د نشيي توکو قاچاق او توليد هم زيات شوی دی.
نموړي د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې تاجکستان په افغانستان کې د يوه ټولګډونه حکومت غوښتونکی دی:«د تاجکستان سياست په افغانستان کې د يوه ټول ګډونه حکومت ملاتړ کوي چې وکولای شي په افغانستان کې د نيمې پېړۍ روانه جګړه ختمه کړي او ټولنيز عدالت ته د لاسرسي لامل شي.»
د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو انسټيټوټ د «هرات امنيتي خبرو –اترو» لسمه کلنۍ غونډه نن او سبا د تاجکستان په پلازمينه کې رابللې ده.
د دې غونډې موضوع ده «ټولګډونه سياسي نظام؛ بېلګي او د مخکې تګ لار».
په دې غونډه کې د نورو هيوادونو استازو هم ګډون کړی چې د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيرې کرن ډيګر هم پکې شتون لري.
ډيګر د افغانستان د وضعيت په تړاو د دې هيواد له استازو، تاجکستان، سيمې هيوادونو او اروپايي اتحاديې سره د نظرونو د تبادلې یو ښه فرصت بللی دی.