اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس د طالبانو له خوا په افغانستان کې د امريکا غږ او ازادۍ راډيو د نشراتو بندول يو ظالمانه اقدام ګڼلی دی.
نوموړي تېره شپه (جمعه، ۱۱ د لیندۍ) په يوه ټويټ کې ليکلي چې د افغانستان خلک د دې مستحق دي چې خپلواکو خبرونو ته لاسرسی ولري.
پرايس ويلي، چې امريکا په ټوله نړۍ کې خپلواکو رسنيو ته د لاسرسي ملاتړ کوي.
طالبانو په افغانستان کې د امريکا غږ او ازادۍ راډيو ايف ايم نشرات بند کړي دي.
دغو دوو نړیوالو رسنیو له بهر څخه په منځنیو څپو او د افغانستان له دننه ایف ایم نشرات درلودل.
طالبانو تر دې وړاندې د نړيوالو رسنيو لکه امريکا غږ او بي بي سي انځوريزې خپرونې چې له داخلي یوه سټېشن خپرېدلې، بندې کړې وې.