یوناما: د ښځينه حقونو فعالانې چې له طالبانو سره په زندان کې دي، کورنۍ يې ورسره د ليدلو اجازه نه لري

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) له طالبانو غوښتي چې د ظریفې یعقوبي په ګډون د ښځينه حقونو فعالانې سمدستي ازادې کړي.

د دې دفتر په وينا، چې د ښځینه حقونو پنځه فعالانې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د طالبانو په زندان کې دي.

يوناما نن (شنبه، ۱۲ د لیندۍ) په يوه ټويټ کې ويلي، چې د دې ښځو کورنۍ له دوی سره د ليدنې اجازه نه لري.

يوناما وايي، چې د ښځینه حقونو پر فعالانو د شته تورونو او يا هم د هغوی د نيول کېدو په اړه هيڅ واضح معلومات نه شته.

طالبانو ظريفه يعقوبي چې يوه له اعتراض کوونکو ښځو څخه وه، د کابل په لوېديځ کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال له څلورو نورو نارينه همکارانو سره ونيوله.

د يعقوبي تر نيول کېدو وروسته راپور ورکړل شو چې طالبانو فرحت پوپلزۍ، زينب رحيمي او حميرا يوسف هم نيولې دي، دوی هم معترضې ښځې وې.

طالبانو د دې اعتراض کوونکو ښځو د نيونې په اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسيدو راهيسي ښځې او نجونې له خپلو ابتدايي حقوقو او ازاديو بې برخې شوې دي.

د طالبانو تر حاکميت لاندې ښځې په دولتي ادارو کې کار نه شي کولای او همدا راز نجونې نه شي کولای چې تر شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي.

د طالبانو دا بنديزونه د ښځو د اعتراضي خوځښتونو لامل شوي دي، خو طالبان هڅه کوي چې ښځې وځپي. په وروستيو څو اونيو کې ګڼې اعتراض کوونکې ښځې زنداني يا هم ورکې شوې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه