SM

طالبانو د کندهار پوهنتون پر محصلینو، استادانو او اداري کارکوونکو تازه محدودیتونه لګولي

اطلاعات روز: کندهار پوهنتون کې د طالبانو د دعوت او ارشاد امريت د دغه پوهنتون پر استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو تازه محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد امريت له لوري پوهنتون ته په استول شوي مکتوب کې ویل شوي چې استادان او اداري کارکوونکي باید ږیرې پریږدي، لونګۍ وتړي  او په ټاکل شوې لاره تګ-راتګ وکړي.

دوی زیاته کړې، چې ښځینه استادانې او محصلانې باید شرعي حجاب مراعت کړي او په همدې ترتیب یې د ښځينه او نارينه ادارې کارکوونکو، استادانو او محصلینو ترمنځ ټولې اړيکې په مطلق ډول بندې کړې دي.

دغه مکتوب کې ليکل شوي: «د فراغت په جامو او چپنو خطونه لیکل او لاسلیکونه کول مطلق بند دي او په هر ډول غونډو کې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور خلاف اعمال لکه چکچکې کول مطلق منع دي.»

دغه راز مکتوب کې ویل شوي، چې استادان، محصلین او اداري کارکوونکي باید د لمانځه پابند وي او د جماعت پر مهال خپلې ادارې وتړي او لمانځه ته حاضر شي.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو سره دغې ډلې په بېلابېلو برخو کې په خلکو بندیزونه لګولي او ادعا کوي چې ټولې پریکړې یې د «اسلامي شریعت» سره برابرې دي.

په همدې حال بېلابېلو نړيوالو سازمانونو له طالبانو غوښتي ترڅو د خپلو محدوديتونه وضع کولو ته د پای ټکی کېږدي.