SM

پکتيکا کې د پوهنتون فارغ زده کړيالان دندو پيدا کېدو ته اندېښمن دي

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت له پوهنتون تازه فارغ شوي زده کړيالان اندېښمن دي، چې اوسنيو شرايطو ته په کتو دا هيله نه لري چې په دولتي ادارو کې دې د دندې ترسره کیدو چانس ورکړل شي. 

د دوی په وينا واک ته د طالبانو له رسیدو سره سم هغه کسان هم بې دندو شوي چې پخوا يې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کولې. 

د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی او له پوهنتون څخه تازه يو تن فارغ ميرولي اطلاعات روز ته وويل، کورنۍ يې په خورا سختو اقتصادي ستونزو کې په نوړموي زده کړې بشپړې کړې خو اوس چې فارغ شوی حالتو ته په کتو دا تمه نه لري چې دولتي ادارو کې دې ورته د کار زمينه برابره کړي.

هغه وويل: «مونږ نن ورځ فارغ شوو او راته د فراغت سندونه راکړل شول خو اوس دې ته حيران يو چې چېرته به دنده ترسره کړو او ايا څوک به راته په دولتي ادارو کې چانس راکړي او که نه ځکه هغه چې پخوانی پکې و هغه هم اوس له دندو لېرې کړای شوي او پر ځای يې ملايان مقرر شوي دي.»

په همدې حال کې بيا د پکتيکا ولايت قومي مخور د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې له علمي کادرونو او د هغوی له ځوانې انرژۍ مثبته ګټه پورته کړي. 

د ښرنې اوسېدونکي او قومي مخور ادام خان وزيري وايي، که د پوهنتون څخه تازه فارغ شويو ځوانانو ته په هيواد کې دننه د کار زمينه برابره نه شي، نو مجبور دي چې د پيسو ګټلو لپاره په ناقانونه لارو بهرنيو هيوادونو ته لاړ شي. 

نوموړي په دې اړه وويل: «دلته پکتيکا کې زمونږ د ولايت لسګونه ځوانان له پوهنتون فارغ شول او دوی ته بايد د کار زمينه برابره شي، ځکه که زمينه برابره نه شي نو خدای مه کړه دوی به مجبور شي چې په قاچاقي ډول د ايران له لارې بهرنيو هيوادونو ته لاړ شي.»

د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو والي عبدالله مختار بيا ويلي، چې دوی هڅه کوي تر  څو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر  کړي، په  داسې حال کې چې د پکتيکا ولايت له اکثره دولتي ادارو د پخواني نظام کارکوونکي له  دندو شړل شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسیدو نږدې دوه کاله پوره کېږي خو په همدې موده کې له دولتي، تعليمي او نورو مرکزونو سلګونه کدرونه له هيواده هم وتلي دي.