د نجونو تړلي ښوونځي؛ طالبان د دولسم ټولګیو نجونو ازموینه اخلي

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د طالبانو راتګ سره د دولسم ټولګیو زده کوونکې له زده کړو محرومه شوي، ټاکل شوې دغه نجونې نن (چهارشنبه، ۱۶ د لیندۍ) په کلنۍ ازموينه کې ګډون وکړي او له لېسې فارغې شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې، دا ازموینه یوه ورځ ده او د ښوونځي له ټولو مضامینو څخه پوښتنې جوړې شوې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دولسم ټولګیو د نجونو ازموينه به نن له غرمې مخکې نهه بجې پېل او له غرمې وروسته یوه بجه به پاى ته ورسېږي.

دغه وزارت ویلي، چې د ازموینې ګډون وال باید «حجاب او اسلامي واجبات په کلکه رعایت کړي.»

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځي دروازې تړلې دي. دغه ډله ښځو ته هم اجازه نه ورکوي چې په دولتي ادارو کې کار وکړي.