خلک: خوست کې په غلاو او جنايي پېښو کې زیاتوالی راغلی

اطلاعات روز: خوست د هیواد له ګڼ نفوسه ولایتونو شمېرل کیږي، ۱۳ ولسوالۍ لري، خو په دې وروستیو کې یې اوسېدونکي په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د غلا او نورو جنايي پېښو له ډېروالي اندېښمن دي او وايي، ورځنی ژوند یې ورته تریخ کړی دی.

د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا له تېرو څو میاشتو راهیسې په مرکز، قلندر، مندوزي، نادرشاکوټ، باک او ځنیو نورو ولسوالیو کې د غلا په پېښو کې ډیر والی راغلی دی.

د مرکز یو تن اوسېدونکي بلال انورزي اطلاعات روز ته وویل، چې له څه مودې راهیسې د ګڼو داسې پېښو شاهدان دي چې له امله یې خلک لوټ شوي او ورڅخه موټر تښتول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د غلا او نورو جنايي پېښو له امله خلک نشي کولی تر څو له ماښام وروسته له ښاره لېرې پرتو سیمو ته تګ-راتګ وکړي.

د خوست ولایت ښار. انځور: ټولنیزې رسنۍ

انورزی وايي: «مونږ تېره هفته هم د دوو داسې پېښو شاهدان وو، چې د خوست ښار له یوې څنډې له یوه مسافر چې تازه له دوبۍ راغلی و غلو تر ماښام له اذانونو وروسته ټوډي موټر وتښتاوه، دغسې نورې د غلاو وړې پېښې رامنځته شوي چې له چا مبایلونه اخیستل شوي او یا په لاره کې ترې پیسې اخیستل شوې دي.»

نوموړی د طالبانو له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي، تر څو د خلکو امنیت ساتنې لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

هغه وویل: «غوښتنه خو مو دا ده چې اوس وخت کې غله د طالب له جامو استفاده کوي او یا که یو چاته لارې ته رامخکې کیږي نو ځانونه ورته طالبان معرفي کوي، زمونږ ملګرو ته په لکڼو سیمه کې غله رامخکې شوي وو او ورته یې ویلي وو، چې مونږ مجاهدین یو او له هغوی یې مبایلونه اخیستي وو، چې دا ګورو بیا یې بیرته درته راوړو تر اوسه ورک دي.»

د دغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسېونکي هم په لویو لارو کې د جنايي پېښو او غلاو له ډېرېدو اندېښمن دي او د طالبانو له امنیتي ادارو یې د مخینوي غوښتنه کوي.

اوس مهال د خوست په مرکزي زندان کې لسګونه کسان د بېلابېلو جرمونو له امله په بند محکوم شوي دي.انځور: اطلاعات روز

د ټڼیو ولسوالۍ اړوند د للمۍ کوټکي سیمې یو تن اوسېدونکي روح الله وايي، د خوست له مرکزه یې ولسوالۍ ته پر غځېدلې لویه لاره انسان تښتوونکو یو ماشوم تر تښتول کېدو وروسته د نوموړي له کورنۍ د پیسو غوښتنه کوله او په خبره یې چې پر همدې لاره ځینې هټۍ وال هم د لارې پر سر لوټ شوي دي.

روح الله داسې وايي: «د جمهوریت په لومړیو کې چې زربتي ځواکونه نه و رامنځته شوي په تڼیو ولسوالۍ کې د غلاو له امله خلک تر پوزې رسېدلي و او اوس چې طالبان واک ته ورسېدل نو اوس بیا د انسان تښتونې پېښو او غلاو له امله په ډېر ستونزمن حالت کې ژوند تېروي، ډیری وخت په سیمه کې د غلا او انسان تښتونې پېښو شاهدان یو.»

د خوست ولایت اوسېدونکي د جنايي او غلاو پېښو د زیاتېدو لامل د بې روزګاره ځوانانو د کچې لوړېدل بولي او وايي، په تېر نظام کې د دغه ولایت تر ۷۰ سلنه ډېر ځوانانو په دولت کې دندې ترسره کولې او له همدې لارې به یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو د دوی په وینا چې اوس یاده فیصدي شاوخوا ۳۰ سلنې ته راښکته شوې او پاتې برخه یې بې روزګاره ګرځي.

د دې ولایت یو قومي مخور شېر ولي دولتزي اطلاعات روز ته وویل، که د طالبانو حکومت د خوست ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه کړي نو په لوی لاس به خوست په یو نا امنه ښار بدل شي.

نوموړی وايي: «دلته اکثره ځوانان بې کاره دي یعنې پخوا یې چې دولت کې وظیفه درلوده اوس په کلي کې همداسې ګرځي او هغه د خپلو ورځینو مصارفو د پوره کولو لپاره مجبور دي، چې غلاو او نورو بد عملونو ته مخه کړي، خو ښه دا ده چې حکومت ورته د کار زمینه برابره کړي تر څو حالت له دې بدتر نه شي.»

په ورته مهال د خوست ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین د غلا او جنايي پېښو د زیاتوالي خبره ردوي او وايي، د دغه ولایت په امنیتي او جنايي پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د خوست امنیې قومندانۍ په دغه ولایت کې د مخدره موادو د قاچاق په تور د ګڼو کسانو د نیولو خبر هم ورکوي. انځور: خوست ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ

د دې ولایت د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز اطلاعات روز ته وویل، چې په تېرو څو میاشتو کې یې د غلا او نورو جنايي پېښو په تړاو لسګونه کسان نیولي او عدلیي او قضاييي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

هغه زیاته کړه چې دوی د خوست ښار او اړونده ولسوالیو د امنیت ساتنې لپاره پلان برابر کړی تر څو د رامنځته کېدونکو جنايي پېښو مخه هم ونیول شي.

ګربز وايي: «په خوست ولایت کې الحمدالله هیڅ کومه امنیتي او سیاسي پېښه نه لرو، د جنايي پېښو په مخنیوي کې مونږ د ولس په همکارۍ ډېر کار کړی دی او ګراف یې د پام وړ راښکته شوی دی او په دې برخه کې مونږ خپلې هڅې جاري ساتلې تر څو پاتې ستونزې هم ژر هوارې شي او مونږ په ریښتوني ډول یو امن خوست ولرو.»

په تېر جمهوري نظام کې خوست د هیواد له نسبتاً با امنه ولایتونو ګڼل کېده چې تر ډېره یې لامل له پخواني نظام سره د خلکو همکاري وه، له کله راهیسې چې طالبانو دغه ولایت تر خپل واک لاندې راوستی د امنیتي پېښو کچه کمه شوې خو په جنايي او غلاو پېښو کې زیاتوالي د خوست میشتو په ورځني کاروبار منفي اغېز کړی دی.