د نړيوالې ټولنې نيوکو ته د حنفي ځواب: که هر څنګه کېږي قصاص بايد اجرا شي

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا مرستيال عبد السلام حنفي په عام محضر کې د «قصاص حکم» په تړاو د نړيوالې ټولنې نيوکو ته په غبرګون کې ويلي، چې قصاص بايد له شريعت سره سم اجرا شي.

طالبانو د دویم ځل واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ په فراه ولایت کې د خپلې ډلې د مشرانو په حضور کې په یوه سړي د «قصاص حکم» په عام محضر کې اجرا کړ. دغه اقدام نړيوال غبرګونونه را وپارولي دي.

حنفي فارياب ولايت ته د خپل سفر پر مهال نيوکو ته په غبرګون کې وويل، چې قصاص بايد «عملي شي، که هر څنګه کېږي.»

هغه زیاته کړ، چې د طالبانو د حکومت قانون شريعت دی او په شريعت کې قصاص روا دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نيوکه کوونکي وايي، د طالبانو په قضايي بنسټونو کې پروسې عادلانه نه دي او د تورنو افرادو حقوق نه رعايت کېږي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستيال فارياب ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولايت اوسېدونکو سره ژمنه کړې چې د اوبو د کمښت، د المار او ده‌ندره اوبو بندونو د رغونې او د کوهستان او ګرزيوان ولسواليو د مواصلاتي لارو په تړاو به هڅې وکړي.