انځور: ارشیف

توماس وېسټ: له طالبانو سره په تعامل کې بايد بشري حقوق مرکزي رول ولري

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ټينګار کړی چې له طالبانو سره د تعامل په لړ کې بايد د بشري حقونو مرکزي حيثيت خوندي شي.

نموړي تېره شپه (شنبه، ۱۹ د لیندۍ) د بشري حقوقو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ټويټونو په يوې لړۍ کې ليکلي چې په دې ورځو کې افغان میرمنې او نجونې د زده کړې، کار، تګ – راتګ او سياسي ژوند په برخه کې له نه دفاع کېدونکو محدوديتونو سره مخ دي.

وېسټ ويلي، چې د بيان د ازادۍ فضا د رسنيو او خلکو لپاره کوچنۍ شوې ده.

هغه زیاته کړې: «له طالبانو او ټولو افغانانو سره د تعامل په لړ کې بايد بشري حقوق مرکزي رول ولري او همدا راز په پروګرامونو او ډيپلوماسۍ کې هم.»

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو وضعيت د طالبانو تر حاکميت وروسته خراب شوی دی.

اوس مهال طالبان نجونو ته تر شپږم صنف پورته ټولګيو کې د زده کړو اجازه نه ورکوي او ښځې هم په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د بشري حقوقو د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي چې د ښځو د حقونو ظالمانه نقض تر نن ورځې د «حاکمې ادارې» تر ټولو جوت اړخ دی.

يوناما ويلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د دې هيواد له چارواکو غواړي چې د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې راغلو ژمنو ته متعهد پاتې شي.

دې دفتر له طالبانو غوښتي چې هغه اقدامات او فرمانونه لغو کړي چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لومړني حقوق محدودوي.