طالبانو جلال اباد ښار کې درې داعش وسله وال وژلي

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې یې د عملیاتو پرمهال درې داعش وسله وال وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست په یوه خبرپانه کې ویلي، چې طالب ځواکونو تیر ماښام (یکشنبه، ۲۰ د لیندۍ ) د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې درې تنه داعش وسله وال وژل شوي او یو په ټپي حالت کې ژوندی نیول شوی.

د دوی په خبره، په دې عملیاتو کې یې درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړي دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته