اطلاعات روز: پروان ولايت کې سرچينې وایي، چې طالبانو د دې ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې خپل منځي نښته کړې چې په ترڅ کې يې د دې ډلې يو غړی وژل شوی او يو ژوبل دی.
دا نښته تېره شپه (يکشنبه، ۲۰ د لیندۍ) د سالنګ په «هنروه» کلي کې شوې ده.
سرچينه ادعا کوي، چې نښته د «يوه کم عمره ماشوم» پر سر شوې ده. دا سرچينه طالبان په بجهبازي تورنوي. د سرچينې په وينا چې یاد طالبان پښتانه او د جنوبي ولايتونو څخه دي.
په «هنروه» کلي کې معتبرې سرچينې اطلاعات روز ته وایي، چې تر پېښي يو څه وخت وروسته، طالبانو د یاد کلي اوسېدونکي يو څه وخت يرغمل کړي وو او له کورونو يې د وتلو اجازه نه ورکوله.
د سرچينې په وينا چې طالبانو تر دې پېښي وروسته د دې کلي د ملا امام په ګډون ۲۵ کسان نيولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.