اطلاعات روز: داعش ډلې يوه ويډيو خپره کړې او په کابل ښار کې یې د چينايي وګړو پر مېلمستون د بريد مسووليت منلی دی.
په دې ويډيو کې دوه ځوانان ښکاري او داعش ډله وايي، چې دا بريد همدوی کړی دی.
دا بريد پرون (دوشنبه، ۲۱ د لیندۍ) ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰ بجې د کابل شهرنو کې پر يوه هوټل وشو. ويل کېږي چې په دې هوټل کې چينايي وګړي مېشت وو.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تر بريد څو ساعته وروسته وويل، چې درې بريد کوونکي وژل شوي دي، د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او هيڅ بهرني وګړي ته زيان نه دی اوښتی.
د طالبانو وياند همدا راز ويلي، چې دوه بهرنيان چې له ودانۍ يې ځان را غورځولی وو، ژوبل شوي دي. ده نه دي ويلي چې دا دوه بهرنيان د کوم هيواد وګړي وو.
خو په کابل کې د ايمرجنسي روغتون وايي، چې په دې بريد کې درې وژل شوي او ۱۸ ژوبل کسان ور وړل شوي.تر اوسه د وژل شويو او ژوبل شويو هويت نه دی په ډاګه شوی.
دا بريد تر هغه وروسته کېږي چې په کابل کې د چين سفير وانګ یو له طالبانو وغوښتل چې د سفارت امنيت ته يې ډېره توجه وکړي.
