لغمان کې د ممپلیو حاصلات د تېر په پرتله زیات شوي

اطلاعات روز: د لغمان د کرنې ریاست مسولین وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د ممپلیو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې رییس محمد ولي وایي، چې اوسمهال د لغمان په مرکز مهترلام، قرغیو، الینګار او یو شمیر نورو ولسوالیو کې کروندې ډېرې شوي او د ممپلیو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.

محمد ولي زیاتوي:« سږکال لغمان کې په شپږ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي او حاصلات یې هم دولس ټنه لوړ شوي چې تېر کال شپږ ټنه وو او لا هڅه کې یو بزګران یې کرلو ته وهڅوو.»

نوموړی همداراز وایي، د لغمان خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلي، پالنې او روزنې ته مناسبه ده او لا هڅه کوي، چې د دغه ولایت نورو ولسوالیو ته هم د ممپلیو کرکیله وغځوي.

هغه وایي، د هیواد ممپلي د کورني بازار تر څنګ په نړیواله کچه هم ښه بازار او مناسبه بیه لري، چې په دې وروستیو کلونو کې یې په دې ولایت کې کرکېله مخ پر وده ده.

بل لور ته یو شمیر کرونده ګر هم د ممپلیو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي.

د لغمان یوه بزګر میرزا ګل چې په دوه جریبه ځمکه یې ممپلي کرلي وایي، چې پدې وروستیو کلونو کې یې د ممپلیو کرلو ته د دهقانانو پام زیات شوی او په وينا یې د نورو کښتونو په پرتله یې ګټه ښه ده او د کوکنارو په نسبت یې زحمت هم کم دی.

میرزاګل زیاته کړه:« له حکومت غواړو چې له مونږ سره دې مرسته وکړي ځکه څه ډول چې لازمه ده له دهقانانو سره مرسته نه ده شوې؛ د اوبو ستونزه ډیره ده او سږکال زمونږ فصلونه سیلابونو هم خراب کړل.»

د کرنې د برخې پوهانو په اند، که حکومت په دغه ولايت کې د کروندګرو لاسنيوی وکړي او د کرنيزو حاصلاتو د ساتنې لپاره يې معياري سړې خونې جوړې کړي، تر ډېره به د کال په ټولو موسمونو کې د هېوادوالو د کرنيزو محصولاتو اړتياوو ته رسېدنه وکړای شي.

لغمان د هېواد په ختيځ کې يو له هغو ولايتونو دی چې د کروندګرو د لاسي خواريو حاصلات يې د دې ولايت ترڅنګ د هېواد بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو ته رسېږي، خو سږکال يې کروندګر شکایت کوي، سیلابونو یې حاصل ته رسیدلي فصلونه له منځه وړي او له حاصلاتو راضي نه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه