اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې روان کال یې بهرنيو سيلانيانو سره د ۴۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک کړي، چې له مخې یې په افغانستان کې د ځينو مرغانو د قانوني ښکار زمينه برابروي.
باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندي فعاليت کوي، په يوه خبر کې ليکلي چې ښکاريان له دې تړونونو سره سم کولای شي چې يوازې د کال په مشخصو فصلونو کې د مهاجرو مرغانو ښکار وکړي.
له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه يوه سرچينه وايي، چې سيلانيان تر ډېره بريده په هرات، فراه، نيمروز او هلمند ولايتونو کې د «هوبره» په نوم مرغه د ښکار کولو تلوسه لري.
د دې سرچينې په وينا، د دې لپاره چې په هيواد کې ښکار په قانوني توګه له توريستي لوايحو او قوانينو سره سم وشي او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او د چاپېريال ساتنې ادارې له قوانينو سره هم برابر وي، د يو شمېر هيوادونو ښکاريانو ته اجازه ورکړل شوې چې افغانستان ته راشي او د کال په مشخصو فصلونو کې مسافر مرغان ښکار کړي.
سرچينه ډاډ ورکوي چې د ښکار لپاره ځانګړو شرطونو ته پام شوی دی او که تخلف ترې وشي، قرارداد به بيرته فسخ شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي چې له بهرنيو ښکاريانو يې غوښتي چې يوازې هغه مرغان ښکار کړي چې له «سايبيريا» څخه افغانستان ته راځي او «هوبره» نومېږي.
همدا راز ويل شوي، چې بهرني ښکاريان مکلف دي چې د هغه ولايت په اړونده سيمه کې، د مرغانو د نسلي تکثر او پالنې لپاره يو فارم جوړ کړي او هر کال تر پالنې وروسته يو خاص شمېر مرغان خوشي کړي.
د افغانستان د تېر حکومت پر مهال ښکار منع و، خو په ځينو ولايتونو کې په غير قانوني توګه کېده.
په دې وروستيو کې پر ټولنيزو رسنيو ځينې داسې ويډیوګانې خپرې شوې وې چې ويل کېدل قطري شيخان د طالبانو په اجازه ځينې کم موندل کېدونکي مرغان د تفريح په موخه ښکار کوي
.
