انځور: اطلاعات روز

ختیځو ولایتونو کې کتاب لوستل او پېرل کم شوي

اطلاعات روز: ختیځ کې کتاب پلورونکي وايي، هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته له زده کړو سره د خلکو مينه کمه شوې او کتاب پېرلو او لوستلو ته زړه نه ښه کوي.

عتیق الله همدرد چې په جلال اباد ښار کې کتاب پلورنځی لري وایي، په دې وروستیو کې د کتاب پلورنې بازار پیکه شوی او له همدې امله اندیښنه لري که دا حالت دوام وکړي ښايي لسګونه کتاب پلورنځي وتړل شي.

هغه وايي، پخوا يې بازار ګرم و او د مطالعې مينه والو به کتابونه او د ښونځیو زده کوونکو به د خپلې وړتیا وړ شیان اخيستل خو اوس يې د کاروبار پخوانى خوند نشته.

همدرد زیاتوي:«مونږ له کلونو راهیسې په جلال اباد ښار کې کتابونه پلورو خو مخکې د کتاب اخيستونکي ډېر زیات وو، ډېرو يې کتاب او مطالعې سره مینه درلوده؛ خو اوس د ځوانانو مینه ورسره کمه شوې او کتاب اخيستونکي هم کم شوي دي او هم د خلکو اقتصادي وضعیت او همدارنګه بې روزګارۍ له امله زمونږ کاروبار خراب شوی او اندیښنه لرو چې زیات کتاب پلورنځي به وتړل شي.»

کتاب پلورنکي وایي، د پخوا په پرتله د کتاب او مطالعې سره د ځوانانو مینه کمه شوې ده. انځور: اطلاعات روز

مصطفی چې د کونړ په مرکز اسعداباد کې کتاب پلورنځی لري هم ورته شکایت کوي او وایي، د پخوا په پرتله د کتاب پېرېدونکو شمېر کم شوی او له همدې امله کتاب پلورونکي له خپل روزګاره خوښ نه دي.

نوموړی همدا راز شکایت کوي چې له یوې خوا یې کاروبار خراب شوی او له بلې خوا د طالبانو له لوري لوړو مالیو هم سرګردانه کړي دي.

هغه د طالبانو له حکومت د مالیې د کمیدو ترڅنګ غواړي چې د دوى کارونو د بیا غوړېدا لپاره باید بې دندو شویو کسانو ته دندې پیدا او د نجونو بند ښوونځي دې پرانېزي.

مصطفی زیاته کړه:«زمونږ د کتابونو کاروبار له پخوا ډیر خراب شوی دی او لامل یې هم معلوم دی یو یې سیاسي بدلون، بې روزګاري او اقتصادي ستونزې دي چې له امله کتابونه څوک نه اخلي او له همدې امله کاروبار ورځ تربلې مخ په خرابیدو دی او ددې ترڅنګ د مستوفیت له لوري لوړه مالیه راڅخه غوښتل کیږي چې له ستونزو سره یې مخ کړي یو، له حکومت غواړو چې مالېې راکمې کړي او ددې ترڅنګ د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

بلخوا په لغمان کې هم د کتاپلورنځیو مالکین وایي، نه یوازې دا چې کتاب اخیستونکي کم شوي بلکې د کتابونو د چاپ په برخه کې یې هم کارونه ټکني شوي او اوس د بې خونده بازار له وېرې دوی د نويو کتابونو چاپ ته زړه نه ښه کوي.

د محمد ولي په نامه د یو کتاب پلورنځي مسوول د کتاب پیریدونکو د کموالي لامل ګرځنده ټلیفونونه او انټرنټ یادوي، چې له امله یې ډېری ځوانان د کتاب له لوست بې برخې شوي او له همدې امله ځوانان د کتاب اخیستو او لوستلو پرځای موبایل او انټرنټ ته مخه کړې ده.

محمد ولي زیاته کړه:«د نورو ولایتونو په شان لغمان کې هم د کتابونو اخیستونکي کم شوي او لامل یې مبایلونه او ټکنالوژي ده چې له امله یې زیاتره ځوانان خپل وخت د کتاب پرځای مبایل ته ورکوي او مطالعه نه کوي نو له ځوانانو غوښتنه کوو، د کتابونو مطالعه ډیره کړي او هم دې ځان کتاب لوستنې سره اشنا کړي.»

ختیځو ولایتونو کې یوازې کتاب پلورونکي نه دي چې د کتاب پلورلو له خراب بازاره شکایت کوي، بلکې د کتاب پېرودونکي هم د خراب اقتصادي وضعیت له امله د کتابونو له لوړې بیې شکایت لري.

د ننګرهار پوهنتون د زراعت پوهنځي محصل انور شاه وایي، ډېری ځوانان د خپلې خوښې وړ کتاب اخیستو لېوالتیا لري خو د کتابونو د لوړې بیې له امله یې له اخیستو ډډه کوي.

یو شمیر محصلین بیا وایي، ځوانان د کتاب سره مینه لري خو د کمزوري اقتصاد له کبله نشي کولای کتاب وپیري. انځور: اطلاعات روز

نوموړی همداراز له کتاب د مطالعه کوونکو د لېرې والي لامل د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو له لوري احساساتي ویناوې او د نجونو ښوونځيو تړل کیدل یادوي.

انورشاه زیاتوي: «د زیاتو خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب شوی او همدارنګه د کتابونو بیې هم لوړې شوي چې له امله مطالعه کوونکي زړه نه ښه کوي چې کتاب واخلي او ددې ترڅنګ طالب چارواکي ځینې وخت داسې ویناوې د زده کړو په اړه کوي، چې د ځوانانو زړه یې له زده کړو تور کړی او هم یې له کتاب سره د ځوانانو علاقه راکمه کړې ده.»

بل لور ته لیکوالان او د نظر خاوندان بیا وايي، په هېواد کې راغلى سیاسي بدلون، فقر، بې روزګاري، ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو زیاته بوختیا او نور کارونه د دې سبب شوي چې د کتاب او مطالعې سره يې مينه کمه شي.

لیکوال محمد شعیب غروال وایي، د نظام سقوط سره ډېرى لوستي کسان د اقتصادي ستونزو له امله خپلې راتلونکې ته نا هیلي شوي او همدې ناهیلۍ يې کتاب او مطالعې سره واټن پیدا کړی.

غروال په وینا، نااميدي مرګ دی او ځوانانو ته پکار ده چې د کتاب لوستلو سره خپل شخصیت او ژوند جوړ اوځانونه له ناهیلۍ وژغوري.

غروال زیاتوي: «د خلکو روح او ذهن نا ارامه دی او دې ته نه جوړېږي چې کتاب واخلي او مطالعه يې کړي. بل د اقتصادي فقر له امله څوک په کتاب پيسې نه ورکوي او کتاب نشي مطالعه کولی. زموږ

لوستی قشر چې د خپلې روښانه راتلونکي لپاره يې لېوالتیا او هيلې درلودې هغوى هم نا هیلې شوي دي.»

په ورته مهال ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري نورمحمد حنیف بیا د کتاب لوستلو کلتور پر پياوړتیا ټینګار لري او وایي که ځوانان کتاب لوستلو ته مخه کړي پوهه او وړتیا به یې زیاته شي.

ختیځو ولایتونو کې دا شکایتونو داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې یو شمیر رضاکاره ځوانانو د مطالعې فرهنګ عامیدو په موخه کمپاینونه پیل کړي دي، څو خلک کتاب لوستنې ته وهڅوي.

ختیځ کې په داسې حال کې کتاب پلورونکي د بازار له کمزورتیا شکایت کوي چې په هېواد کې رامنځته شوي بدلون سره هرې برخې زیان لیدلی او ورسره د فقر او بې روزګارۍ کچه زیاته شوې ده