اطلاعات روز: پخوانی ولسمشر حامد کرزی تر جرمني وروسته ترکيې ته تللی دی. ده په استانبول کې د افغانستان د حزب وحدت ګوند له مشر محمد محقق سره ليدلي دي.
محقق پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې له کرزي سره يې په ليدنه کې د هيواد پر روانو مسايلو بحث کړی دی.
ده ليکلي، چې دواړو لورو «د بين الافغاني ملي خبرو له لارې د افغانستان د قضیې پر داسې حل ټینګار کړی چې د ملت قاطع توافق پکې تأمين شوی وي.»
محقق د طالبانو د سياسي مخالفينو د ډلې غړی دی، دا ډله د «افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا» په نوم سره يادېږي.
د دې شورا ځينې نور غړي هم په ترکيه کې دي.
څرګنده نه ده چې کرزی به له ټولو مخالفينو سره وويني او که نه.
پخواني ولسمشر د عدليې له پخواني وزير فضل احمد معنوي سره چې د طالبانو يو مخالف دی، په جرمني کې ليدلي دي.
پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته کرزی د دې ډلې له خوا ممنوع الخروج و، خو په دې وروستيو کې بريالی شوی دی چې وطن پرېږدي.