طالبانو د سالنګ په پېښه کې د ۳۱ کسانو مړينه تایید کړه

اطلاعات روز: د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان وایي، چې تر اوسه د سالنګ د پېښي څخه ۳۱ مړي او ۳۷ ټپیان روغتيايي مرکزونو ته وړل شوي دي.

نوموړي نن (دوشنبه، ۲۸ د لیندۍ) په يوه ټويټ کې لیکلي، چې دا وروستي ارقام دي.

د طالب چارواکو په وينا، د سالنګ په تونل کې دننه يوه ټانکر اور واخيست او دا اور نورو مسافر وړونکو موټرو ته هم وغځېده.

سالنګ کې سرچينې وايي، چې په دې اور لګېدنه کې ۶۳ نفر مړه شوي او ۳۰ ژوبل دي.

دا اور لګېدنه د شنبې په ماښام (۲۶ د لیندۍ) د سالنګ تونل په دننه کې رامنځته شوې وه.

د طالبانو د مسوولينو په وينا چې دا اور لګېدنه تېره ورځ (يکشنبه، ۲۷ د لیندۍ) د سهار پر ۸:۰۰ بجو مهار شوې ده.

د پروان ولايت له سالنګ ولسوالۍ څخه يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې تر اور لګيدنې وروسته، د مايعو ګازو يو بل ټانکر هم د تونل په دننه کې چاودلی دی.

سرچينې تېره ورځ مازيګر مهال وويل، چې د تونل په دننه کې دود او تيارې د اور مهارول او د بند پاتې شويو خلکو ژغورل ستونزمن کړي و.

سرچينه همدا راز ادعا کوي، چې د تونل د چت يو څه برخه هم را لوېدلې ده.

تر دې پېښې وروسته د سالنګ لار تړل شوې ده. طالبانو له مسافرينو څخه غوښتي چې د سالنګ له لارې دې سفر نه کوي.