د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان دې افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش ويلي چې طالبان بايد افغانستان کې هغو ترهګرو ډلو ته د فعاليت اجازه ورنه کړي چې د پاکستان په ګډون ګاونډيو هيوادونو ته ګواښ وي.

نوموړي دا څرګندونې پرون (دوشنبه، ۲۸ د لیندۍ) په يوه خبري غونډه کې کړې دي.

ګوتریش ويلي: «د نړيوالې ټولنې له لوري يوه [بله] واضحه غوښتنه شته او هغه داده چې طالبان بايد د هغو ترهګرو ډلو ټول فعاليتونه ودروي چې د پاکستان په ګډون ګاونډيو هيوادونو ته ګواښ وي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، چې دا سازمان په دې اړه له طالبانو سره خبرې کوي.

ده د خپلو څرګندونو په يوه بله برخه کې ويلي چې طالبان بايد د نړيوالو او په خپله د افغانستان ګټو ته په پام سره ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د بشري حقونو په خاص ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوی وکړي.

د ګوتریش په خبره: «موږ په [افغانستان کې] بېلابېل قومونه لرو او مهمه داده چې ټول قومونه استازي ولري. دويمه خبره د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو ده او د ښځو لپاره بايد د کار حق، د نجونو لپاره بايد په مکتب کې د حضور حق، په ټولو کچو کې له کوم تبعيض پرته [په پام کې ونيول شي].»

بشري حقوقو ته درناوی او د ټولګډونه حکومت جوړول، د هيوادونو او نړيوالې ټولنې ګډ دریځ دی؛ هغه څه چې طالبانو تر اوسه هم نه دي منلي.