اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتريش په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو ځنډولو په اړه ژوره انديښنه ښودلې.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند استفان دوجاريک په يوه اعلاميه کې ويلي، چې ګوتريش بيا هم پر دې ټينګار کوي چې له زده کړو څخه د نجونو محروميت نه يوازې د ښځو او نجونو د برابرۍ حقونه نقض کوي، بلکې د افغانستان پر راتلونکي به هم تخريبوونکی اغېز ولري.
ګوتريش د طالبانو له ډلې غوښتي چې ښځو او نجونو ته دې په هره کچه زده کړو ته د لاسرسي زمينه برابره کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سېشنبه اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړي او د دې ډلې د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم په امر په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پوري «ځنډيدلې» دي.
دې پریکړې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي. د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ويلي چې نړۍ بايد د طالبانو له دې سياست سره په متحد شکل مخالفت وکړي.
وړاندې په کابل کې د المان سفارت، بريتانيا، د بشر حقونو څار سازمان، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي او نورو هم دې تصميم ته غبرګونونه ښودلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر لمریز کال د زمري په میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځیو منع کړې دي. له بيا – بيا ژمنو سره – سره یې نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځيو ته ولاړې شي.