توماس وېسټ: نړۍ بايد په متحده توګه د طالبانو د سياستونو پر وړاندې ودرېږي

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو ځنډولو په اړه ويلي، چې نړۍ بايد په متحده توګه د طالبانو ددې سياست مخالفت وکړي.

هغه نن (چهارشنبه، ۳۰ د لیندۍ) د ټويټونو په يوه لړۍ کې ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي.

وېسټ ليکلي، چې طالبانو د افغان ښځو پر ژوند نوي او نه توجيه کېدونکي بنديزونه لګولي دي.

نموړي زیاته کړې، چې دا شېبه د ده فکر له هغو خویندو، نجونو او ميندو سره دی چې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره زده کړې کوي او د خپلو ارمانونو د پوره کولو په لټه کې دي.

ويسټ ليکلي: «دا د نړۍ لپاره مهمه شېبه ده؛ موږ بايد سره يو شو او له دې سياستونو سره په ټينګه مخالفت وکړو. موږ بايد د افغان ښځو په څنګ کې ودرېږو.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړي او د دې ډلې د لوړو زده کړو د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم د امر پر اساس، په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې «ځنډيدلې» دي.

دې تصميم ګڼ غبرګونونه را پارولي دي. وړاندې په کابل کې د المان سفارت، بريتانيا، د بشر حقونو څار سازمان، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي، د ملګرو ملتونو سرمنشي او نورو هم دې تصميم ته غبرګونونه ښودلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر لمریز کال د زمري په میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځیو منع کړې دي. له بيا – بيا ژمنو سره – سره یې نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه