محصلو نجونو د کابل پوهنتون دروازو مخې ته اوښکې توی کړې

اطلاعات روز: د طالبانو له لوري د نجونو پر لوړو زده کړو تر بنديز وروسته، دې ډلې محصلې نجونې نه دي پرېيښې چې کابل پوهنتون ته ننوزي.

پر ټولنيزو رسنيو په خپرو شويو انځورونو کې ليدل کېږي چې نجونې د پوهنتون مخې ته راټولې شوې دي.

يوه ويډيو چې ويل کېږي د کابل پوهنتون په يوه دروازه کې ثبت شوې، د نجونو د ژړا غږ پکې اورېدل کېږي او هغوی يوه – بله په غېږ کې نيسي.

د روان کال په وري/حمل مياشت کې هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د دروازو په مخ کې اوښکې توی کړې او بيرته کورونو ته وګرزيدې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړي او د دې ډلې د لوړو زده کړو د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم د امر پر اساس، په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پوري «ځنډيدلې» دي.

دې ډلې په کابل او ځينو ولايتونو کې خصوصي ښوونيز مرکزونه هم د نجونو پر مخ تړلي او نجونې يې نه دي پرېيښې چې دې کورسونو ته ننوزي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه