د طالبانو له لوري د نجونو زده کړو ځنډیدل؛ د ننګرهار طب پوهنځي محصلینو لاریون کړی

اطلاعات روز: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلینو نن (چهارشنبه، ۳۰ د لیندۍ) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د هغه پرېکړې په غبرګون کې لاریون کړی چې له‌مخې يې پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو زده کړې ځنډیدلي دي.

ددغه پوهنتون د طب پوهنځي نارینه او ښځينه محصلینو د ازموینې صحنه ترک کړې او د لوړو زده کړو وزارت وروستۍ پریکړه یې غیرعادلانه بللې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم لیدل کېږي چې دننګرهار طب پوهنځي محصلین د پوهنځي په داخل کې راټول شوي او هغه شعارونه یې هم په لاس کې نیولي چې پکې له طالب چارواکو د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستل کیدو غوښتنه شوې.

د طب پوهنځي یو محصل چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شی وایي، چې نن سهار د پوهنځي ټولو محصلینو د لوړو زده کړو وزارت د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې د ازموینې صحنه د اعتراض په ډول پریښې ده.

نوموړی وایي، اعتراض کوونکو محصلینو لومړی د پوهنځي په داخل کې راټول شوي وو او بیا یې د څو شیبو لپاره د طب پوهنځي مخې ته راوتلي وو.

د اعتراض کوونکو یو بل ګډونوال چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، چې اعتراض کوونکو محصلینو د لوړو زده کړوزارت غوښتي، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د افغان نجونو پر مخ دې د پوهنتونو دروازې پرانېزي.

بلخوا د ننګرهار پوهنتون مسوولین بیا ردوي چې ګوندې محصلینو دې د لوړو زده کړو وزارت د وروستۍ پریکړې په غبرګون لاریون کړی وي.

د یادونې وړ ده، چې تازه د لوړو زده کړو وزارت په یوه مکتوب کې د هېواد خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته تر امر ثاني پورې د نجونو پر تګ بندیز لګولی.

د دې ترڅنګ له شپږم ټولګی پورته نجونو پرمخ هم شاوخوا ۴۵۰ ورځې کېږې چې د ښوونځیو دروازې تړلي او لا یې هم د پرانیستل کېدو څرک نه معلومېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته