د اسلامي همکاريو سازمان د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو ځنډول غندلي

اطلاعات روز: د اسلامي همکاريو د سازمان عمومي سرمنشي حسين ابراهيم طه د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو ځنډولو په تړاو څرګندونې کړي او دا پرېکړه يې غندلې ده.

نموړي په یوې اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو دا ګام د اسلامي همکاريو د سازمان لپاره ناهيلی کوونکی دی.

حسين ابراهيم طه ويلي، چې ده او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو د سازمان ځانګړي استازي طالبانو ته په پر له پسې توګه د داسې تصميمو د نيولو په اړه خبرداری ورکړی.

د ده په وينا، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر مياشتې په منځنيو کې چې کله د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي افغانستان ته سفر درلود، دا خبرداری يې ورته ورکړی دی.

ده ويلي: «که څه هم د اسلامي همکاريو سازمان له طالبانو سره د خپل تعامل سياست ته ژمن دی، خو نشي کولای چې دا پرېکړه ونه غندي.»

ده له طالب چارواکو غوښتي د خپلو ژمنو او تصميمونو تر منځ د برابرۍ په خاطر د نجونو پر زده کړو لګېدلی بنديز لغوه کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړي او د دې ډلې د لوړو زده کړو د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم د امر پر اساس، په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې «ځنډيدلې» دي.

دې ډلې په کابل او ځينو ولايتونو کې خصوصي ښوونيز مرکزونه هم د نجونو په وړاندې تړلي او نجونې يې نه دي پرېيښې چې دننه ورشي.

د طالبانو له لوري د دې تصميم تر اعلان وروسته چې د نجونو زده کړې ځنډوي، دې ډلې نجونې نه دي پرېيښې چې کابل پوهنتون ته ننوزي.

د طالبانو دې تصميم نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.