اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا (د يوناما رييسه) ويلي، چې د نجونو د زده کړو ځنډولو په اړه د طالبانو تصميم ډیره خواشینې کړې ده.
هغې په يوه اعلاميه کې چې نن (چهارشنبه، ۳۰ د لیندۍ) خپره شوې، ويلي چې د طالبانو دا تصميم د ښځو او په پراخه کچه د افغانستان لپاره زيانمن دی. «لکه وړاندې چې مې ويلي، که دا پرېکړه په رښتيا شوې وي، نو ويجاړوونکې ده.»
روزا اوتنبايوا ويلي، چې دې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د بشري حقونو د ځينو انديښنو په تړاو وضاحت ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ويلي: «زه پر دې افسوس کوم چې داسې نه ښکاري چې طالبان دې د افغانستان د راتلونکي په اړه فکر وکړي او يا دې هم دې ته [فکر وکړي] چې ښځې څرنګه په اقتصاد، زده کړه او فرهنګ کې مرسته کوي.»
نموړې زياته کړې، چې دا غواړي د طالبانو د وروستي تصميم په اړه بشپړ معلومات او وضاحت را پيدا کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړي او ددې ډلې د لوړو زده کړو د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم د امر پر اساس، په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې «ځنډيدلې» دي.
دې ډلې په کابل او ځينو ولايتونو کې خصوصي ښوونيز مرکزونه هم د نجونو په وړاندې تړلي او نجونې يې نه دي پرېيښې چې دننه ورشي.
د طالبانو له لوري د دې تصميم تر اعلان وروسته چې د نجونو زده کړې ځنډوي، دې ډلې نجونې نه دي پرېيښې چې کابل پوهنتون ته ننوزي.
د طالبانو دې تصميم نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.