د نجونو د زده کړو ځنډېدل؛ پاکستان: طالبان دې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو له لوري د نجونو د لوړو زده کړو د ځنډولو په تړاو ناهيلي ښودلې او له دې ډلې يې غوښتي چې پر خپلې پرېکړي دې بيا کتنه وکړي.

دې وزارت نن (چهارشنبه، ۳۰ د لیندۍ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د نجونو د زده کړو په اړه د پاکستان دريځ روښانه او ثابت و. «موږ په کلکه پر دې باوري يو چې هره ښځه او نارينه په طبيعي توګه دا حق لري چې د اسلام له لارښوونو سره سم زده کړې وکړي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې طالبان دې پر خپل تصميم له سره غور وکړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړي او د دې ډلې د لوړو زده کړو د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم د امر پر اساس، په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې«ځنډيدلې» دي.

دې ډلې په کابل او ځينو ولايتونو کې خصوصي ښوونيز مرکزونه هم د نجونو په وړاندي تړلي او نجونې يې نه دي پرېيښې چې دننه ورشي.

د طالبانو له لوري د دې تصميم تر اعلان وروسته چې د نجونو زده کړې ځنډوي، دې ډلې نجونې نه دي پرېيښې چې کابل پوهنتون ته ننوزي.

د طالبانو دې تصميم نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.