اطلاعات روز: د اروپا د بهرني سياست مسوول جوزپ بورل د طالبانو له لوري د نجونو د لوړو زده کړو د ځنډولو پرېکړه په کلکه غندلې ده.
نوموړي په یوه ټویټ کې د طالبانو دا اقدام په نړۍ کې یو بېساری اقدام بللی چې د افغانانو له حقونو او هیلو سره په ټکر کې دی.
بورل ليکلي: «جنسي ځورونه [د ښځو پر خلاف د جنسيت پر اساس د طالبانو لګول شويو بنديزونو ته اشاره ده] د بشريت پر خلاف يو جرم دی.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تېره ورځ د يوه مکتوب له لارې له دولتي او خصوصي پوهنتونو وغوښتل چې د نجونو لوړې زده کړې تر امر ثاني پوري «ځنډيدلې» دي. دې ډلې واک ته تر رسېدلو وروسته ښوونځي هم د نجونو پر مخ تړلي دي.
د طالبانو دې پرېکړي په کور دننه او نړيواله کچه ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.
امريکا، جرمني، بريتانيا، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاريو سازمان، د بشر حقونو څار سازمان او نورو دا پرېکړه غندلې ده.