اطلاعات روز: د نجونو د زده کړو ځنډېدلو په اړه د طالبانو د پرېکړې پر خلاف د اعتراضونو د پیلېدو له احتمال سره هم مهاله، د کابل په ځینو برخو کې د دغې ډلې د ځواکونو حضور زیات شوی دی.
سرچينې زياتوي، چې د طالبانو ځواکونه په کوټه سنګي، د پوهنتون مخ او هغو ټولو لارو کې را ټول شوي چې پوهنتون ته غزيدلې دي.
له کوټه سنګي څخه يوه سرچينه وايي، چې د طالبانو غړي په سپکو او درنو وسلو، ډنډو او اوښکې بهوونکي ګاز سمبال دي.
د کابل پوهنتون د دروازې مخې ته، چې په پام کې ده لاريون ترسره شي، طالب ځواکونه له پوځي موټرو سره پراخ حضور لري.
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ندا محمد نديم د سېشنبې په ورځ د يوه فرمان په ورکولو سره په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې تر امر ثاني پورې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې.
د طالبانو دې پرېکړې د افغانستان په داخل او دباندې ګڼ غبرګونونه را وپارول. ملګرو ملتونو، يو شمېر نورو سازمانونو او نړيوالو بنسټونو، همدا راز امريکا، بريتانيا، جرمني او ځينو نورو هيوادونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.
طالبانو تر دې وړاندې د شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځیو منع کړې دي. تر پر له پسې غوښتنو وروسته، دې ډلې ويلي و چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو محروميت موقتي دی، خو تر يوه کال زياته موده تېرېږي، مګر لا هم ښوونځي نه دي خلاص شوي.
