اطلاعات روز: ښځينه اعتراض کوونکې وايي، چې طالبانو يې په کابل کې لاريون ځپلی او اعتراض کوونکې يې وهلې دي.
يوه ښځينه اعتراض کوونکې ژوليا پارسي وايي، چې پنځه اعتراض کوونکې ښځې نيول شوې دي.
نموړې وايي، چې په خپله يې د طالبانو له ښځينه مامورينو ځان ژغورلی دی.
پارسي زیاتوي، چې د طالبانو د ښځينه مامورينو له لوري وهل شوې ده. دا وايي چې ښځينه اعتراض کوونکې تیت و پرک شوې دي.
دا معترضه میرمن وايي، چې طالبانو درې خبريالان هم نيولي دي.
يوه بله اعتراض کوونکې ښځه هم وايي، چې طالبانو يې اعتراض په تاوتریخوالي بدل کړی او اعتراض کوونکې یې وهلې ډبولي دي.
د طالبانو له خوا د نجونو د لوړو زده کړو ځنډولو پراخ اعتراضونه او غبرګونونه را پارولي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په يوه مکتوب کې چې دولتي او خصوصي پوهنتونو ته يې لېږلی، ويلي دي چې د نجونو زده کړې به تر امر ثاني پورې «ځنډيدلې» وي.
دې ډلې واک ته تر رسېدلو وروسته د نجونو په وړاندې مکتبونه هم تړلي دي.
امريکا، جرمني، بريتانيا، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاريو سازمان، د بشر حقونو څار سازمان او نورو دا پرېکړه غندلې ده.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید