د پکتيکا ګيان ولسوالۍ د زلزلې دوامداره ټکانونو لړزولې

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو را په دې خوا ۹ ځله د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.

ددغې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شمل وفادار اطلاعات روز ته وويل، چې له تېرې ورځې (جمعه، ۲ د مرغومي) راهيسې په «ږلۍ» او ځينو نورو سيمو کې زلزله شوې خو کوم چا ته پکې ځاني او مالي زيان نه دی رسېدلی.

د وفادار په خبره سيمه کې لاهم خلک له دې امله په ويره او له کورونو وتلي دي، چې يو ځل بيا د تېر په څېر له ځاني او مالي تلفاتو سره مخ نشي.

تر اوسه په دغه ولسوالۍ کې د شوې زلزلې د شدت کچه نه دی معلومه شوې او نه هم د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو څه ويلي دي.

څو مياشتې وړاندې د ګيان په ګډون په برمل او د خوست ولايت په سپېرې ولسواليو کې د یوې زورورې زلزلې پر مهال د ګڼو مالي زيانونو سربېره سلګونه کسان مړه او ټپيان شول چې زياته برخه يې ښځې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته