بدخشان کې د طالبانو امنيې قومندان «ووژل شو»

اطلاعات روز: له بدخشان څخه سرچينې وايي، چې په دې ولايت کې د طالبانو امنيې قومندان مولوي عبد الحق عمر په یوې چاودنه کې وژل شوی دی.

دا چاودنه نن سهار (دوشنبه، ۵ د مرغومي) شاوخوا ۸:۳۰ بجې فيض اباد ښار کې د طالبانو د امنيې قومندان د کور مخې ته شوې ده.

له لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې يو نفر وژل شوی او څلور نور ژوبل دي، خو ځيني نورې سرچينې بیا وايي، چې شونې ده مرګ ژوبله تر دې هم زياته وي.

د سرچينو په وينا، ددې چاودنې مړه او ټپیان فيض اباد روغتون ته لېږدول شوي او طالبان له ډاکټرانو پرته بل چاته اجازه نه ورکوي چې روغتون ته ورشي.

یوې سرچینې له اطلاعات روز سره په خبرو کې تاييد کړه چې د بدخشان لپاره د طالبانو امنيې قومندان مولوي عبد الحق عمر په دې چاودنه کې وژل شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رييس معزالدين احمدي ددې ډلې د امنيې قومندان وژل کېدل تاييد يا رد کړي نه دي او ويلي يې دي چې وروسته به جزييات شريک کړي.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه کوم چا يا ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.