ختیځ کې محصلانې: د حجاب مراعت سره–سره بیا هم له زده‌کړو منع شوې

اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو ښځینه محصلانې د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون وایي، چې پوهنتونونو کې یې د حجاب په ګډون وضع شوي ټول شرایط وار د مخه عملي کړي وو، خو بیا هم په یوه او بله بهانه له زده‌کړو منع شوې.

نادیه په ننګرهار کې د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي زده کړیاله ده هغه وایي، هر ډول محدودیتونو او شرایطو منلو ته تیارې دي، خو طالبان دې له دوی د زده‌کړو حق نه اخلي او اجازه دې ورکړل شي څو بېرته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

نادیه زیاتوي: «مونږ د زده کړو حق لرو او زمونږ د زده کړو پر وړاندې دې طالبان خنډونه نه جوړوي، ځکه دا ډول بندیزونه به د هیواد راتلوونکی له زیاتو ستونزو سره مخ کړي او هم له طالبانو غواړو چې ژر دې مونږ ته د اسلامي چوکاټ په داخل کې د زده کړو اجازه راکړي.»

د کونړ اوسیدونکې نوریه چې اوسمهال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله ده، هم د طالبانو له لوري پر ښځينه زده کوونکو تازه بندیزونو اندیښمن کړې او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې پوهنتونونو ته د ښځینه و پر ورتګ د بندیز په اړه شوې پریکړه دې بیرته واخلي.

نوریه زیاتوي: «طالبانو ته په کار ده چې ښځینه له زده کړو محرومې نه کړي ځکه دوی د نارینه و په شان زده کړو ته اړتیا لري او طالبانو ته په کار ده چې د پوهنتونونو په اړه شوې پریکړه له سره غور وکړي او په دې برخه کې دې پر ښځینه و وضعه شوي بندیزونه پای ته ورسوي.»

د لغمان اوسیدونکې شکیلا چې اوس مهال په دغه ولایت کې د یو خصوصي پوهنتون زده کړیاله ده، هم د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د زده کړو په برخه کې تازه بندیزونو اندیښنه کړې او وایي، زده کړې د ښځینه و حق دی او طالب چارواکي دې له دوی دا حق نه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم تېره پنج شنبه له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، هغه لارښوونې چې له تېرو څوارلسو میاشتو راهیسې ښځينه محصلینو ته شوې وې، نه دي عملي کړي.

هغه په لیلیو کې د ښځينه محصلینو شتون او له محرم پرته لېرو ولایتونو ته سفر، حجاب، په پوهنتونونو کې د ښځینه او نارینه محصلینو ګډ تعلیمي سیسټم او ځیني نور هغه موارد یاد کړل چې له امله یې دوی د ښځينه محصلینو زده‌کړې ځنډولې دي.