ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون پرانستل شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې د یو خصوصي پوهنتون د زده کړیالانو د تولیداتو او لاسته راوړنو لپاره دوه ورځنی نندارتون پرانستل شو.

دغه نندارتو په ننګرهار کې د التقوا خصوصي پوهنتون له لوري نن (دوشنبه، ۵ د مرغومي) جوړ شوی، چې پکې د اقتصاد پوهنځي د زده کړیالانو په لاس جوړ شوي لاسي صنایع، نوښتونه، خوراکي او بېلابېل توکي په ۳۰ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

د یاد پوهنتون رییس خوشحال جواد وایي، د نندارتون له جوړیدو یې موخه د محصلینو په خپل مسلک برلاسي کول، د علمي کچې لوړول، د کورنیو تولیداتو او صنایعو لپاره بازارموندل دي.

د نندارتون ګډونوال او محصل عثمان علي بیا خوښ دی، چې خپل تولیدات یې نندارې ته ايښي، نموړی تمه لري چې د دا ډول نندارتونو په جوړیدو سره به نه یوازې کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وشي بلکې د محصلینو د علمي سویې په لوړولو کې هم مهم رول لرلی شي.

عثمان علي زیاتوي:«محصلین ډیر خوشاله دي چې د دوی په لاس جوړ شوي تولیدات نندارې ته ایښودل شوي او په دې سره محصلین لا هڅیږي چې په خپل مسلک کې کار وکړي، زه ډیر خوشاله یم چې په خپل لاس جوړ شوي توکې مې دلته نندارې ته ایښي، ځکه مونږ اوس کولای شو چې په راتلوونکي کې خپل ځان لپاره کاروبار برابر کړو، نو دا ډول نندارتونونه د محصلینو لپاره په عملي زده کړو کې ډیر زیات ګټور دي.»

د پوهنتون استاد شاکرالله هم د زده کړیالانو په لاس د جوړو شویو توکو لپاره د دا شان نندارتونو جوړیدل ګټور بولي او وایي، که پام ورته وشي نو زده کړیالان به یې ډېرې لاسته راوړنې ولري.

د نندارتون ځینې نور ګډونوال بیا دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د پېژندنې لپاره ډېر ګټور یادوي.

دوی ټینګار کوي که مسوولین د کورنیو تولیداتو لپاره د پلور بازار برابر کړي خپل تولیدات به لا زیات کړي.