د طالبانو کورنيو چارو وزارت بدخشان کې د خپل امنيې قومندان وژل کېدل تاييد کړل

اطلاعات روز: د طالبانو کورنيو چارو وزارت تاييد کړې چې په بدخشان کې د دې ډلې امنيې قومندان عبدالحق ابو عمر له دوو نورو کسانو سره يو ځای د موټر بم چاودنې له امله وژل شوی دی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه نن (دوشنبه، ۵ د مرغومي) په فيض اباد کې د بدخشان امنيې قومندانۍ ودانۍ ته نږدې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، دا چاودنه په يوه تېز تلونکي موټر کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله را منځ ته شوې او د چاودنې په نتيجه کې د طالبانو د امنيې قومندان په شمول د طالبانو درې غړي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د دې ډلې پوليسو د دې پېښي په تور څلور مشکوک کسان نيولي دي.

د دې چاودنې مسووليت کوم چا او يا کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو د مخالفې وسلوالې جبهې وياند صبغت الله احمدي ويلي چې ابو عمر د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله وژل شوی دی.

دا د طالبانو لومړنی امنيې قومندان دی چې د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته وژل کېږي.