اروپايي اتحاديې د طالبانو له لوري په موسېساتو کې د ښځو پر کار بنديز غندلی دی

اطلاعات روز: د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مسوول جوزپ بورل د طالبانو له خوا په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز غندلی دی.

بورل په یوه بیان کې ویلي، چې اروپايي ټولنه دا ډول پرېکړې، چې د ښځو د کار او تحصیل په حق کې پخواني محدودیتونه زیاتوي، د لومړنیو انساني حقونو ښکاره نقض ګڼي.

د نوموړي په وينا، د طالبانو پرېکړي له عمومي فضا څخه د ښځو د حذفولو په معنا دي.

د بورل په بیانیه کې راغلي، چې اټکل کېږي اوس مهال د افغانستان ۳۰ ميليونه نفوس بشري مرستو ته اړتيا لري، له ضرورت سره سم بايد اړتياوې په مؤثره توګه ارزيابي شي او بشري مرستې د ښځو په شمول په سم ډول او له کوم خنډ پرته ټول هيواد ته ورسول شي.

د اروپا د بهرني سياست مسوول ويلي، چې ښځې نورو ښځو ته د مرستو په رسولو کې مهم رول لري.

د ده په وينا، په دې حیاتي کار کې د ښځو پر ونډې بنديز لګول د دې لامل کېږي چې د نفوس لويه برخه لکه کونډې ښځې، هغه کورونه چې مشري يې ښځې کوي او ماشومان، له مرستو محروم شي.

بورل ويلي، چې اروپايي اتحاديه د عمده بشري مرستو د ورکوونکي او د افغانستان د خلکو د اساسي اړتياوو د تامينوونکي په توګه دا بنديز په کلکه غندي او له طالبانو غواړي چې خپلې هغې ژمنتيا ته په پام چې نړيوالو قوانينو ته به درنښت کوي، خپله پرېکړه ژر تر ژره لغو کړي.

بورل له دې سره – سره ويلي، چې اروپايي اتحاديه په افغانستان کې اړمنو ته د دې اتحاديې پر مرستو د طالبانو د پرېکړي اغېز څیړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې اروپايي اتحاديه بايد د افغانستان خلکو ته له ټولو مرسته ورکوونکو سره يو ځای دا وارزوي چې د ښځو پر کار او زده کړو بنديز به له هيوادونو او نړيوالو سازمانونو سره د طالبانو پر تعامل څه اغېز ولري.

افغانستان کې په داخلي او نړيوالو موسېسو کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بنديز نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. دا موسېسې اوس مهال اړمنو ته مرستې رسوي.

د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بنديز په غبرګون کې څلورو نړيوالو موسېسو په اعتراضي توګه افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه