Photo: UN

یوناما په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار د بنديز لغوه کیدل غوښتي

اطلاعات روز: په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار بنديز ته د غبرګونونو په دوام، افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي د معاونت دفتر سرپرست رامز الاکبروف د طالبانو د دې پرېکړي لغو کېدل غوښتي دي.

يوناما نن (دوشنبه، ۵ د مرغومي) پر خپله فيسبوک پاڼه د طالبانو د اقتصاد له سرپرست وزير محمد حنيف سره د رامز الاکبروف د ليدنې خبر ورکړی دی.

د يوناما په وينا، الاکبروف د دې ليدنې پر مهال په غیر دولتي داخلي او نړيوالو موسېسو کې د ښځو پر بشري فعاليت د بندیز لغوه کیدو غوښتونکی شوی دی.

نوموړي ټينګار کړی چې په افغانستان کې په ميليونونو وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري او په دې لړ کې د ښځو د کار په وړاندې د خنډونو لېرې کول، مهم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د اقتصاد وزارت دوې ورځې وړاندې د يوه رسمي مکتوب په وسيله په غیر دولتي کورنیو او خارجي موسېسو کې د ښځو پر کار کولو بنديز ولګاوه.

دا مکتوب چې غیر دولتي موسېسو ته ليکل شوی، پکې راغلي دي، چې په دې وروستيو کې «جدي شکايتونه» شوي چې د ښځو له خوا په نادولتي موسېسو کې حجاب او د طالبانو لخوا وضعه شوي ټول مقررات او قوانين نه مراعتېږي.

د طالبانو دې پرېکړي داخلي او بهرني غبرګونونه را وپارول او تر اوسه څلورو نړيوالو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعاليت درولی دی.