ارزګان کې غیر مسلکي ډاکټرانو د ناروغانو رنځ لاعلاجه کړی

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: د هیواد په سویل ارزګان ولایت کې خلک شکایت کوي چې په دې وروستیو کې دغلته غیر مسلکي ډاکټران زیات شوي او د دوی د ناروغانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د حبیب الله په نوم يوه شپږ کلن ماشوم ته چې څو مياشتې وړاندې د يوه غیر مسلکي ډاکټر لخوا پیچکارۍ شوې اوس مهال د مرګ په بستر پروت دی او ځایي ډاکټران یې د علاج څخه عاجز دي.

د حبیب الله پلار شيرين وايي، خپل یوازینی زوی یې څه موده وړاندې د درملنې په موخه یوه ځایي روغتون ته یووړ خو، زیاتوي چې د یوه ډاکټر تر پیچکارۍ لګولو وروسته تر مرګ رسیدلی دی.

نموړی زیاتوي، دا مهال يې د ناروغ زوی د بدن غوښې توییږي او د درملنې په موخه يې تر کندهار او کوټې پورې رسولی، خو تراوسه نه دی روغ شوی.

هغه زياته کړه: «دوې دانې پیچکارۍ یې ورته ولګولې او نيمايي سيروم يې ورته تېر کړ چې سم دستي يې بدن پاړسوب پیداکړ د لاس پاړسوب یې لوړ روان و، بیا مو پاکستان ته انتقال کړ هغوی يې د پښې عمليات وکړ بیا هلته ډاکټرانو راته وويل، چې که چيرې دغه پیچکارۍ د دغه ماشوم هډوکي ته رسيدلې وي دغه ماشوم به د هډوکو په سرطان اخته شي.»

ارزګان کې د غیر مسلکي ډاکټر د پیچکارۍ له امله یو ماشوم د مرګ تر کومې رسیدلی او غوښې یې توییږي. انځور: اطلاعات روز

دا يوازې شيرين نه دی چې زوی يې د ډاکټرانو پیچکارۍ تر مرګ تر حاله رسولۍ بلکې د ګل بي بي په نوم يوه بل ښځه هم ورته ادعا کوي او زياتوي چې د ډاکټر يوې پیچکارۍ يې يتیمه لور ورته ووژله.

نموړې وايي، لور يې ډيره عادي ناروغۍ درلوده خو کله چې ډاکټر ورته پیچکارۍ وکړه د څو شيبو په تيريدو سره يې ساه ورکړه.

دغه ښځه وايي، د وژل شوې لور جسد يې د ډاکټر سره يو ځای د ترينکوټ ولايتي روغتون ته انتقال کړي او هلته نورو ډاکټرانو ورته ویلي، چې ياده انجلۍ د حساسيت د پیچکارۍ لګولو له امله وژل شوې ده.

ګل بي بي وويل:«ما او ډاکټر دغه مړه ماشومه د دې له دواخانې څخه شفاخانې ته انتقال کړه ډاکټر راته وويل، چې په شفاخانه کې بیا بل څوک مه خبروه چې دغه ډاکټر پیچکارۍ ورته وکړه خو هلته چې ورغلو ده خپله ډاکټرانو ته وويل، چې ما پيچکاري ورته وکړه، نورو ډاکټرانو ورته بد رد وويل چې تا ولې دغه ماشومې ته پیچکارۍ لګولې او مړه کړې دې ده.»

په ورته وخت کې د دې ولايت خلک د خپل سره او غيرې مسلکي ډاکټرانو پر فعاليت انديښمن دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د داسې داکټرانو مخنيوي ته دې جدي پاملرنه وکړي چې د خلکو د مرګ سبب ګرځي.

دارزګان يو اوسيدونکی منصور احمد وايي، په دې ولايت کې داسې ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي خلک معاينه کوي او درمل ورکوي چې د طب په برخه کې یې زده کړې نه دي کړي او تجربه نه لري.

ارزګان کې د یوه ډاکټر کتن ځای. انځور: اطلاعات روز

هغه د طالبانو له حکومت په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د طالبانو حکومت دې د خلکو ستونزو ته په کتو د دغه ډول فعاليتونو مخه ونيسي.

نوموړي وويل: «زموږ غوښتنه دغه ده چې دغه ډاکټران چې اسناد او تجربه نه لري درس يې نه وي ويلی دا باید چاته درمل ورنه کړي ځکه خلک وژني.»

دغه راز روغتياپالان هم په ښار کې د غير مسلکي ډاکټرانو له فعاليت څخه انديښمن دي.
يو تن متخصص ډاکټر ضياوالرحمن نيازی وايي، چې هغه کسان چې د طب په برخه کې یې زده کړې نه وي کړي باید خلکو ته درمل تطبیق نه کړي.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې ډاکټر ته د ناروغ ښکاره کولو وړاندې دې د يوه مسلکي ډاکټر پوښتنه وکړي.

هغه وايي:«کله چې د غير مسلکي اشخاصو په واسطه ناروغانو ته درملنه کيږي حتمن بیا پر دغه ناروغ باندې بد عواقب لري د دوا مقدار او ډوز کې مشکلات پیداکيږي په کار ده چې د غير مسلکي اشخاصو په واسطه درملنه ونشي خلک بايد دغه ډول ډاکټرانو ته مراجعه ونه کړي.»

ارزګان کې د ضياوالرحمن نيازی په نوم یو ډاکټر وایي، خلک باید لومړی د ډاکټر پوښتنه وکړي او بیا ورته مراجعه وکړي او په خپل سر له چا درمل وانخلي.انځور: اطلاعات روز

په همدې حال کې د ارزګان ولايتي مسوولين بیا وايي، د غير مسلکي او خود سره ډاکټرانو د مخنيوي لپاره يې جدي هلې ځلې پېل کړې دي.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریاست  ريیس ډاکټر محمد الله روحاني وايي، چې دوی په ترينکوټ ښار کې د هغو روغتونونو او ډاکټران د مخنيوي کميسون جوړ کړی چې اسناد نه لري او په خپل سرې ډول په ښار کې فعاليت ترسره کوي.

روحاني په ښار کې د بې اسناده ډاکټرانو څخه غوښتنه کوي چې په خپل سر دې ناروغان نه معاينه کوي.

هغه وايي:«هغه خصوصي درملتونونه چې وو هغو ته مو خبر ورکړی چې باید دوی د وزارت د اصولو مطابق خپل روغتونونه عيار کړي اوجوازونه واخلي همدارنګه معاينات خاني والا چې ناروغان ګوري هغه هم باید دغه ډول وکړي مشکل دلته دا دی چې ډيرې کمې دواخاني جوازونه لري او زموږ يو شمير روغتونونه هم جوازونه نه لري.»

دا يوازې ارزګان نه دی چې خلک پکې د غیر مسلکي ډاکټرانو او بي اسناده روغتيايي مرکزونو څخه شکايت کوي بلکې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم خلک له ورته ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه