اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستيال مارکس پوتزل هغه غوښتنه خواشينوونکې بللې چې ويلي يې دي د لوېديځو هيوادونو سفارتونه دې پرانيستل شي.
فايق نن (سېشنبه، ۶ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د پوتزل دا څرګندونې «د ده شخصي نظریات دي، نه د ملګرو ملتونو».
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر (يوناما) مرستيال مارکس پوتزل له لوېديځو هيوادونو غوښتي چې په کابل کې دي خپل سفارتونه پرانيزي تر څو د افغانستان وضعيت په ښه ډول وارزول شي.
د افغانستان د دولت تر سقوط وروسته، په افغانستان کې د لوېديځو هيوادونو سفارتونه تړل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ يو کال کېږي، خو لا هم هيڅ هيواد دا ډله په رسميت نه ده پېژندلې.
په داسې حال کې ده چې د طالبانو وروستيو اقداماتو لکه له کار او زده کړو څخه د ښځو منع کولو توند نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.
په همدې حالت کې د بشري حقونو فعالان پر طالبانو د نور تحريم غوښتونکي دي او وايي چې نړۍ بايد له دې ډلې سره تعامل ونه کړي.