نیلي ښار کې زدکړييز مرکزونه د نجونو پر مخ وتړل شول

اطلاعات روز: د دايکندي له مرکز نيلي ښار څخه سرچينې وايي، چې طالبانو نن سهار (سې‌شنبه، ۶ د مرغومي) ښوونیرو مرکزونو ته د ښځو او نجونو د ننوتو مخه نیولې.

د سرچينو په وينا، په دايکندي کې د طالبانو پوهنې رياست زدکړييزو مرکزونو ته مکتوب لېږلی او ترې غوښتي يې دي چې نور دې نجونو ته په ټولګيو کې د حاضرېدو اجازه نه ورکوي.

ښځينه زده کوونکو اطلاعات روز ته وويل، چې نن سهار طالبانو د نيلي ښار په ګڼو ځايونو کې پوښتنې کولې او نجونې يې نه پرېښودلې چې زدکړييزو مرکزونو ته ولاړې شي.

يوې زده کوونکې چې نه يې غوښتل، نوم يې واخيستل شي، وويل: «زما لپاره تر ننه هيڅ شی هم دومره سخت نه وو، لکه نن چې يې له صنفه وويستم.»

په ټولو ولايتونو کې د نجونو په وړاندې زدکړييز مرکزونه تړلي دي.

د طالبانو پوهنې وزارت په خپل تازه فرمان کې ويلي، چې ټول ښوونځي او زدکړييز مرکزونه دې د شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې وتړل شي.

طالبانو په پوهنتون کې د نجونو پر تحصيل او د ښځو پر کار هم بنديز لګولی دی.