اطلاعات روز: له کاپيسا څخه ځايي سرچينې وايي، چې د حصه دوم کوهستان په ولسوالۍ کې د طالبانو دوه غړي په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي.
ځايي سرچينو اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته په لومړۍ پېښه کې نامعلومو وسله والو د کاپيسا ولايت لپاره د طالبانو د محکمې د رييس موټر چلوونکی د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په «ريګ روان» کلي کې وژلی دی.
په بريد کې د دې موټر چلوونکي مېرمن هم ژوبله شوې ده.
سرچينې زياتوي، چې نن (چهارشنبه، ۷ د مرغومي) غرمه مهال په یوه په يوه بله پېښه کې نامعلومو وسله والو د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په «پل مرادخواجه» کلي کې پر طالبانو ډزې کړې دي.
د يوې سرچينې په وينا چې په دې بريد کې د طالبانو يو غړی وژل شوی او يو بل ژوبل دی.
د دې بريد مسئوليت چا نه دی منلی.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.