مرستندویه سازمانونه: افغانستان کې له مرسته رسوونکو ښځو پرته مرستې رسول شوني نه دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ګډون د ۲۰ نړيوالو مرستندويو سازمانونو مديرانو په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې له مرستندویه ښځو پرته به په افغانستان کې د مرستې رسونې ډيرې چارې ودرېږي.

دوی ويلي چې په غير دولتي بشردوستانه سازمانونو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د بنديز پرېکړه به اړمنو ټولنو، ښځو، ماشومانو او په ټوله کې هيواد ته ډېر زيان ورسوي.

د نړيوالو سازمانو مديرانو ويلي چې په افغانستان کې بشري بحران ته د ځواب ويلو لپاره ښځينه کارمندانې ډېرې مهمې دي. «دوی (ښځې) زده کوونکې، د تغذيې کارپوهانې، د ټيمونو مشرانې، د ټولنيزې روغتيا کارکوونکې، واکسين ورکوونکې، نرسانې، روغتيا پالانې او د سازمانونو مشرانې دي.»

دوی ويلي چې ښځينه مرسته کوونکې هغو ټولنو ته لاسرسی لري چې د دوی نارينه همکاران يې نه لري.

دې مديرانو ټيڼګار کړی چې په مرستندویه چارو کې د ښځو ګډون د بحث وړ موضوع نه ده او بايد دوام ورکړل شي.

د نړيوالو او مرستندویه سازمانونو مديرانو ويلي چې د دوی وړاندوينه داده چې ډېری چارې بايد ودرول شي؛ «ځکه نه شو کولای چې ډېری اصولي بشري مرستې له ښځينه مرسته رسوونکو پرته وړاندې کړو.»

دوی له طالبانو غوښتي چې د ښځو د کار، تعليم او تحصيل د بنديز پرېکړه دې واخلي او هيڅ هيواد نشي کولای چې خپل نيمايي نفوس په ټولنه کې له ګډونه محروم کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته