د انسان تښتوونکو له منګولو د یو ماشوم ژغورل

ننګرهار کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې پولیسو د انسان تښتوونکو له منګولو یو ماشوم ژغورلی دی.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (سې شنبه، ۱۳لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پولیسو یې تیره ورځ د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې د «محمد اکبر» په نامه یو ماشوم چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې له مربوطاتو وسله والو کسانو تښتولی و، ژوندی ژغورلی دی.

فرید خان زیاته کړه: «پولیسو تیره ورځ د ښار په اوومه ناحیه عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ازاد کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې جنایي پېښو زیاتوالي او انسان تښتونې خلک اندیښمن کړي دي.