«په پاکستان کې د افغان ماشومانو نيول، د ماشومانو د حقونو نقض دی»

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفارتونو او دايمي استازولۍ په  پاکستان کې د افغانستان د مهاجرو ماشومانو نيول د بشري حقونو نقض ګڼلی دی.

دې استازو نن (شنبه، ۱۰ د مرغومي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په پاکستان کې د ماشومانو په ګډون د افغانستان د پناه غوښتونکو د نيونې راپورونو سخت اندېښمن کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ويلي چې پناه اخيستنه يو انساني حق دی او د پناه غوښتونکو د ۱۹۵۱ کال له کنوانسيون له مخې، د دې کنوانسيون غړي هیوادونه باید هغه پناه غوښتونکي مجازات نه کړي چې ژوند او ازادۍ يې له ګواښ سره مخ وي.

دې استازولۍ همدا راز زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د عالي کميشنرۍ (UNHCR) له اصولو سره سم، مهاجر ماشومان د مهاجرت وضعيت ته له پام پرته، نه شي نيول کېدای.

دې سفارتونو په پاکستان کې د افغانستان د ماشومانو نيونه د بشري حقونو څرګند نقض ګڼلی دی.

د افغانستان سفارتونو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ په تېرو څلورو لسيزو کې د ميليونونو افغان کډوالو د کوربه توب په خاطر له پاکستانه مننه کړې او عین حال کې يې غوښتنه کړې چې دا ماشومان دې سمدستي خوشې کړي او له خپلو نړيوالو ژمنو سره سم دې، د هغوی ملاتړ وکړي.

دې بنسټونو همدا راز غوښتنه کړې چې له خپلې خوښې پرته افغانستان ته د دې مهاجرينو بيا لېږد دې ودرول شي.

د افغانستان سفارتونو او دايمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له عالي کميشنرۍ او د بشري حقونو د کميشنرۍ له عالي دفتر (OHCHR) څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو زوروونکي حالت ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت له معلوماتو سره سم چې د طالبانو له خوا اداره کېږي، د پاکستان په زندانونو په ځانګړې توګه کراچۍ کې د افغانستان ټولټال  دوه زره مهاجرين زنداني دي، له دې ډلې يې ۵۰۰ خوشي شوي او پاتې نور يې له بيا – بيا ژمنو سره – سره نه دي پرېښودل شوي. په دې زندانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په پاکستان کې د افغانستان د مهاجرينو نيول کېدلو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو عالي کميشنرۍ (UNHCR) ويلي چې په پاکستان په ځانګړې توګه د سند ايالت په کراچۍ ښار کې د افغانستان د مهاجرینو انځورونو او د نيونې راپورونو «اندېښمن کړي» دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه